IQNA

   قرآن او امام حسین (ع) – 3

  د حضرت امام حسین (ع) رجعت

11:19 - July 08, 2025
د خبر لمبر: 3491371
ایکنا - د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د رجعت فکر ډيرې  ایماني او چلندي  لاسته راوړنې لري. حضرت امام صادق (ع) د   اسراء سورئې د ایتونو «ثُمَّ رَدَدْنا لَکُمُ الْکَرَّةَ عَلَیْهِمْ؛ بیا مو تاسو پر هغوی (بني اسرائیلو) غالب کړئ» (اسراء: ۶) په تفسیر کې فرمایلي دي : د امام حسین (ع) رجعت او بیا ژوندي کیدل د هغه د اویاو وفادارو ملګرو سره دی، چې زرینې خولئ پر سر لري. دوی له دواړو خواوو راځي او خلکو ته خبر ورکوي چې دا حسین دی چې رجعت  ئې کړی، څو هیڅ مؤمن د هغه په اړه شک او تردید ونه کړي او بې‌شکه دا دجال یا شیطان نه دی، او  تر اوسه پورې  حجت بن الحسن د خلکو په مینځ کې دی. کله چې د مؤمنانو په زړونو کې دا باور پیاوړی شي چې دا حسین دی، د حجت اجل رارسېږي او امام حسین (ع) به وي چې  هغه ته غسل ورکوي، کفن او حنوط کوي ئې او خاورو ته ئې سپاري، ځکه د وصي د جنازې د چمتو کولو مسوولیت یوازې بل وصي یا امام پر غاړه اخیستی شي.

د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د رجعت او بېرته راګرځېدو فکر د اهل بیت (ع) د مکتب د پیروانو له باورونو څخه دی، چې ډېرې ایماني او رفتاري لاسته راوړنې لري.

لومړۍ لاسته راوړنه: د عترت، په ځانګړې توګه د امام حسین (ع) د رجعت لیدتوګه دا ده  چې دغه حضرت او د هغه ملګري په تاریخ کې نه دي دفن شوي، بلکې دا کاروان د اباعبدالله (ع) په مشرۍ خپلې لارې ته دوام ورکوي  او په راتلونکي  یوه وخت کې  به راڅرګند شي.

دویمه معرفتي لاسته راوړنه: دا کاروان ژوندی او حاضر دی، نه مړی،  هره شیبه او هر کال د نړۍ پاک باطن لرونکی  په خپلې غېږې کې نیسي یعني له ځان سره ئې یو ځاي کوي. دا حقیقت د محرم او اربعین په مراسمو کې څرګندېږي، چې موږ د پاک‌و باطن لرونکو د امام حسین (ع) په لور د ګروهمنیدا یا عاشق کیدا  شاهدان یوو چې  محرم او  اربعین  ددغه حقیقت انځورونه دي.

دریمه لاسته راوړنه: د امام حسین (ع) د رجعت  او قیام فکر دا دی چې  د عترت د محبانو ټولنې ته هیله ورکوي او دوی له  حسيني کاروان سره د یوځای کېدو په انتظار کې ساتي. دا انتظار د مذهبي ټولنې د فکر د اصلاح لامل کېږي، په لومړي سر کې د امام حسین (ع) او عاشورا په اړه، او بیا وروسته د مونږ د کړو وړو او  چلندونو د اصلاح لامل کېږي. په بله معنا، هر څومره چې یو مؤمن د امام حسین (ع) د رجعت  او پاڅون په اړه په خپل زړه کې ایمان پیاوړی کړي، په هماغه کچه د خپل چلند او عمل اصلاح ته هڅه کوي. هغه پوهېږي چې امام به یوه ورځ راځي، نو هڅه کوي د عترت د دښمنانو له کړو وړو څخه ځان لرې وساتي او د ارزښتونو پابند وي،  څو شاید د رجعت  او قیام پر مهال د امام په لښکر کې شامل شي.

https://iqna.ir/en/news/3493696

captcha